په ناټو کې د امريکا سفيره: روسيه، ترکيه له ناټو سازمانه وتلو ته هڅوي

19 چنګاښ 1397

په ناټو کې د امريکا سفيرې کې بېلي هاچيسن ويلي، روسيه هڅه کوي چې د ترکيې لاره له ناټو جلا کړي.
هاچيسن له فاکس نيوز سره په خبرو کې ويلي، روسيه هڅه کوي چې د ترکيې په ګډون د امريکا ځينې متحدين له ناټو سازمانه وتلو ته قانع کړي او په دې توګه د دغه دفاعي سازمان ځواک کم کړي.
نوموړې له دې ټولو سره سره ويلي چې ترکيه به د روسيې خبرې ته ارزښت ورنه کړي او له ناټو سره به پر خپلو ژمنو ولاړه پاتې شي.
هاچيسن زياته کړې: (هغوی له ډېرې مودې راهيسې له موږ سره دي، پوهېږو چې روسيه به خپلې ټولې هڅې وکړي، خو ترکيه به له ناټو سره کړې ژمنې ماتې نه کړي».
ترکيه له ډېرې مودې راهيسې د امريکا مهم متحد هېواد بلل کېده، خو په وروستيو کې چې د انقرې او مسکو اړيکې سره ژورې شوې، لويديځ هېوادونه اندېښمن دي چې ښايي خپل دغه متحد له لاسه ورکړي.
د تېر کال په ډسمبر کې د ترکيې او روسيې تر منځ د اېس – ۴۰۰ راکټي دفاع سيسټم د معاملې هوکړه لاسليک شوه، چې د ناټو د غړو هېوادونو اندېښنې يې څو برابره کړې.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.