ټرمپ، نن اروپا ته خپل اوږد سفر پيلوي

19 چنګاښ 1397

ټاکل شوې چې د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ نن څلورو اروپايي هېوادونو، برېټانيا، سکاټلنډ، بلجيم او فنلند ته خپل سفر پيل کړي.
ويل شوي چې ټرمپ به د دغه سفر په ترڅ کې له خپلو سيالانو سره د سوداګرۍ په سر د راپورته شويو لانجو او نظامي لګښتونو په اړه خبرې وکړي.
ټرمپ تر دې مخکې پر اروپايي هېوادونو تندې نيوکې کړې وې چې د ناټو په لګښتونو کې لږه ونډه اخلي.
راپورونه وايي، ټرمپ به په بروکسل کې د ناټو له مشرانو سره تر کتنې مخکې برېټانيې ته ولاړ شي.
په برېټانيا کې لوی لاريونونه هم پلان شوي چې د ټرمپ په ور رسېدو سره به پيل شي.
ټرمپ اروپا ته تر سفر مخکې ويلي وو چې د ناټو غړي هېوادونه بايد د ناټو په لګښتونو کې خپله ونډه ډېره کړي، ځکه په وينا يې چې امريکا په يوازې ځان د دغه سازمان ټول لګښتونه نه شي پوره کولی.
نوموړي، د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره د ليدنې لپاره د خپل چمتووالي په اړه هم خبرې وکړې.
که څه هم ټرمپ لا د اروپايي هېوادونو له مشرانو سره د خبرو اترو د موضوعاتو په تړاو څرګند څه نه دي ويلي، خو شنونکي وايي ښايي ټرمپ اروپا ته په سفر کې هم، لکه کاناډا ته د سفر پر مهال يې چې د کېم جونګ اون صفتونه کول، د پوتين ستاينې پيل کړي.
دوی زياتوي، ټرمپ به یو ځل بيا د امریکا پر لويديځو متحدانو مخامخ نيوکې وکړي چې دوی د دفاع په برخه کې کافي لګښتونه نه‌ کوي.
اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د امريکا د بهرنیو اړيکو شورا د څېړونکي جېمز ګولډجر له قوله ليکلي چې که ټرمپ يو ځل بیا د پوتين ستاينې او له ناټو متحدو هېوادونو سره سوړ چلند وکړي، نو له ناټو سره به د امريکا ائتلاف ته نه جبرانېدونکی زيان واړوي، ځکه ناټو نظامي ائتلاف د شوروي اتحاد له ګواښونو څخه د اروپا د خونديتوب لپاره جوړ شوی و.
له دې ټولو سره سره په راپورونو کې ويل کېږي چې ټرمپ به د ناټو پر غړو هېوادونو فشار راوړي چې تر ۲۰۲۴ کال پورې د خپلو کورنيو ناخالصو عوايدو دوه سلنه برخه دفاعي لګښتونو ته بېله کړي.
ټرمپ خبرداری ورکړی، هېواد به يې د هغو هېوادونو له دفاع لاس واخلي چې د ناټو سازمان د لګښتونو په پوره کولو کې خپله ونډه نه ادا کوي.

 

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.