د ترکيې پوځ د پي کې کې ۱۴ وسله وال وژلي دي

20 چنګاښ 1397

د ترکيې پوځ وايي، د دغه هېواد په ختيځ او د عراق په شمال کې يې تازه عمليات کړي او د کردانو د کارګر ګوند ۱۴ وسله وال يې وژلي دي.
د عراق په شمال کې د ترکيې نظامي عمليات له تېرو څلورو مياشتو راهيسې روان دي. د ترکيې پوځ په وروستيو کې له ايران او عراق سره پر پوله د قنديل په لوړو غونډيو کې د کردانو د کارګر ګوند د وسله والو پر پټنځايونو تمرکز کړی او وخت ناوخته پرې هوايي بريدونه کوي.
د ترکيې د پوځ له لوري د يوې خپرې شوې خبرپاڼې پر بنسټ، په تازه هوايي بريدونو کې د کردانو د کارګر کوند يا پي کې کې ۱۴ وسله وال وژل شوي دي.
پي کې کې له ۱۹۸۰ يمو کلونو راهيسې له انقرې سره د خپلواکۍ لپاره وسله واله مبارزه کوي.
دغه ګوند د ترکيې د دولت، اروپايي اتحاديې او د امريکا د متحدو ايالتونو له لوري د ترهګرې ډلې په توګه په رسميت پېژندل شوی دی.
که څه هم چې د پي کې کې په تړاو د انقرې او واشنګټن دريځ يو دی، خو امريکا له تېر يوه نيم کال راهيسې په سوريه کې د کردانو د يو شل زره کسيز پوځ پر جوړولو کار پيل کړی چې د ترکيې اندېښنې يې را پارولې دي.
انقره وايي، امريکا په همدې پلمه د پي کې کې هغو وسله والو ته وسلې ورکوي چې د انقرې پر ضد جګړه کوي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.