د برېټانيا ملي ګالرۍ پنځه ميليون ډالري تابلو پېرلې ده

20 چنګاښ 1397

د برېټانیا ملي ګالرۍ د اولسمې پېړۍ يوه تابلو په پنځه ميليونه امريکايي ډالرو پېرلې ده.
دا تابلو د اېټالوۍ انځورګرې ارتمیزیا جنټیلېسکي ده چې په اولسمه پېړۍ کې د نامتو هنرمندانو په کتار کې ولاړه وه.
د برېټانیا ملي ګالرۍ په ۱۹۹۱ کال کې هم د يوې پرتګالۍ معاصرې هنرمندې «پایولا رګو» پنځه تابلوګانې پېرلې وې.
د برېټانیا د ملي ګالرۍ یوه چارواکي هانا راټچایلډ ویلي، اغلې جنټیلېسکي د خپل وخت مخکښه انځورګره، ښه کیسه ویونکې او اغېزناکه هنرمنده وه: «هغه له ګوتو په شمېر ښځو وه چې وتوانېده زماني محدودیتونه مات کړي، پر شخصي ستونزو لاسبرې شي او په هنر کې ښه وځلېږي».
ارتمیزیا جنټیلېسکي د مشهور اېټالوي انځورګر اوراتزیو جنټیلېسکي لور ده چې د ۱۶مې پېړۍ په وروستیو او د اولسمې پېړۍ په لومړیو کې یې ژوند کاوه.
ارتمیزیا جنټیلېسکي د هنر ډګر ته په راتلو کې چې هغه مهال په بشپړ ډول د نرانو په واک کې و، ډېرې سختۍ ګاللې دي.
د هنر نړۍ ته د هغې د راتلو هڅې، په وروستیو لسیزو کې د فېمینیزم پر سمبول بدلې شوې دي.
د برېټانیا په ملي ګالرۍ کې ټولټال ۲۳۰۰ تابلوګانې خوندي دي چې له ډلې یوازې ۲۱ د ښځينه انځورګرانو دي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.