پر تهران د فشارونو په دوام؛ واشنګټن له جرمني غوښتي چې ايران ته د نغدو پيسو د لېږد مخنيوی وکړي

20 چنګاښ 1397

د امريکا متحدو ايالتونو له جرمني غوښتي چې ايران ته د نغدو پيسو د لېږد مخه ونیسي.
په جرمني کې د امريکا سفير ريچارډ ګرنل جرمنۍ بېلډ ورځپاڼې ته ويلي، واشنګټن په لوړه کچه له جرمني غوښتي چې ايران ته د ۳۰۰ ميليونو يورو نغدو پيسو د لېږد مخه ونيسي.
بېلډ د ګرنل له قوله ليکلي: «موږ په لوړه کچه له جرمني غوښتي چې ايران ته د نغدو پيسو له لېږدولو ډډه وکړي. موږ دې خبر چې ويل کېږي تهران د جرمني له يوه بانک څخه سلګونه ميليونه يورو انتقالوي سخت اندېښمن کړي يو».
سرچينې وړمه ورځ خبر ورکړی و چې جرمني د ايران په هغه وړانديز غور پيل کړی چې له مخې يې له دغه هېواده، تهران ته ۳۰۰ ميليونه يورو نغدې پيسې انتقالېږي.
په خبر کې ادعا شوې وه چې ايراني چارواکي د امريکا نويو بنديزونو اندېښمن کړي او فکر کوي چې ښايي تر بنديزونو وروسته د پيسو له کمښت سره مخ شي. د همدې اندېښنو د کمولو په موخه تهران پرېکړه کړې وه چې د ايران – اروپا له بانکه ۳۰۰ ميليونه يورو نغدې پيسې ايران ته انتقال کړي.
د بيلډ د راپور په بله برخه کې راغلي وو چې ايران د جرمني پر مالي چارو د څار ادارې ته پلمه کړې وه چې يادې ۳۰۰ ميليونه يورو نغدې پيسې، بهرنيو هېوادونو ته د ايراني وګړو د سفرونو د لګښتونو د تأمين په موخه ايران ته انتقالوي، ځکه کله چې پر ايران بنديزونه ولګېږي نو د ايرانيانو بانکي کارتونه به په نړيوالو بازارونو کې بې اعتباره شي.
رسنيو د امريکا د بهرنيو چارو وزارت او کانګرېس د چارواکو په حواله هم ويلي چې واشنګټن هڅه کوي څو له برلېن څخه ايران ته د څه باندې ۳۵۰ ميليونو ډالرو د انتقال مخه ونيسي.
د يادونې وړ ده چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وروستيو کې خپل هېواد د تهران له اټومي تړونه و ايست او خبرداری يې ورکړی چې پر دغه هېواد به سخت بنديزونه ولګوي. ټرمپ ويلي چې د تهران اټومي تړون په نړۍ کې د سولې سبب نه دی شوی، له همدې امله يې پاتې کېدلو ته هم اړتيا نشته. د ټرمپ دغه دريځ تهران اندېښمن کړی او هڅه کوي چې د امريکا له بنديزونو د خوندي کېدو لپاره خپل ټول امکانات وکاروي

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.