پاکستان کې د ټاکنو اړوند پراخ لاریونونه کېږي

17 زمری 1397

د پاکستان ټولټاکنو کې د ادعا شوو درغلیو پرضد د دغه هېواد مسلم لیګ نواز، پاکستان خلکو ګوند او نور پنځه ګوندونه د چارشنبې په ورځ اسلام اباد کې د ټاکنو کمېسون مخ ته لاریون کوي. په ګډ اپوزېسیون کې پر مسلم لیګ نواز او خلکو ګوند سربېره عوامي نېشنل، قومي وطن، متحده مجلس عمل، پښتونخوا ملي عوامي او نېشنل ګوندونه شامل دي. د مسلم لیګ نواز له دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ددې ګوند مشرانو او نوماندانو نن په اسلام اباد کې د دې کمیسون مخ ته د لاریون غوښتنه کړې ده. د دې لاریون پرمهال به اپوزېسیون کې د ګډو ګوندونو مشران ویناوې هم وکړي. د پاکستان خلکو ګوند یا پیپلز پارټۍ وار له مخې ویلي چې دوی سړکونو ته د خلکو وتلو او بیا مظاهرو کولو سره جوړ نه دي، بلکې ټاکنو کې د ادعا شوو درغلیو خلاف دې د اساسي قانون چوکاټ کې غږ پورته کړي.

 

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.