مسیر ورځپاڼه

مسیر ورځپاڼه

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د هېواد د خپلواکۍد۹۹یمې کلیزې په مناسبت ټولو هېوادوالو ته مبارکي ویلې او زیاته کړې ده، ۹۹ کاله وړاندې زموږ پلرونو او نیکونو په پوره هوښیارۍ، اتحاد، ټینګ عزم او لوړ همت سره د وخت له استعماره د خپل هېواد استقلال بېرته واخیست. د پخواني ولسمشر له مطبوعاتي دفتره په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، د هغې ورځې سرلوړی ملت له بده مرغه نن د یوې ناپاکې جګړې قرباني شوی چې اهداف یې پردي دي خو قرباني پکې افغانان ورکوي او د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د جګړې اور ته لمن وهل، ولس ته مالي او ځاني زیانونه اړول او د غزني وروستی ناورین یې یوه بېلګه ده. د خبرپاڼې له مخې کرزي پر هېوادوالو غږ کړی دی، چې راځئ یو ځل بیا د عنعنوي لویې جرګې له لارې د خپل ځان او خپلې خاورې واک پخپل لاس کې واخلو او خپل وطن د پردیو اهدافو په لاره کې له قرباني کېدو وژغورو. هغه پر طالبانو هم غږ کړی دی چې د هېواد وضعیت ته په کتو دې له ټولو افغانانو سره پر ملي ټغر راټول شي څو په دې توګه افغانستان د خپل هېواد تصمیم په خپلې ارادې ونیسي او د پردو استعمار ته د پای ټکی کېږدي.

 

ایکانومېسټ نشریې په یوه مطلب کې لیکي دي، چې په غزني کې خونړۍ جګړې د غزني وګړي سخت زیانمن کړي دي. نشریه زیاتوي داسې راپورونه شته، چې په پېښه کې له ۱۰۰ تر ۱۵۰ ملکیان او تر ۱۰۰ ډېر نظامیان وژل شوي دي. د نشریې په خبره جګړو ملکي وګړو ته مالي زیانونه هم اړولي دي او په دغه ښار کې یې د ژوند لومړني امکانات زیانمن کړي دي. ایکانومېسټ لیکي طالبانو تر دې وړاندې پر فراه او کندوز هم ورته بریدونه کړي دي او دغه ښارونه یې هم سخت زیانمن کړل. نشریه لیکي طالبان یوازې غواړي وښيي، چې دوی پیاوړي دي او د ښارونو د نیولو وړتیا لري. د سرچینې په وینا طالبانو په دې وروستیو کې پر ولسوالیو او ښارونو بریدونه ډېر کړي دي چې له امله یې ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوړي.

 

د امریکا لوړه دفاعي بودیجه ښيي، چې واشنګټن ته دیموکراسي هسې افسانه ده او دوی ډېر تمرکز پر جګړو کوي. په امریکا کې د جګړې ضد غورځنګ یوه مخکښ فعال تای بري له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، امریکا ۷۱۷ ملیارده ډالر بیا ځان ته دفاعي بودیجه ټاکلې ده. دده په وینا دغه بودیجه به بیا د امریکا د جګړې ماشین چټک کړي او د سلګونه انسانانو ژوند ته به خطر متوجه کړي. د هغه په وینا د امریکا دومره لوړه نظامي بودیجه ښيي، چې دغه هېواد ته ولسواکي یا دیموکراسي هسې افسانه ده او دوی بیا هم د خپلې جګړې ماشین چالان ساتي. نوموړي ویلي دا جګړې او پر جګړې دومره پیسې لګول، نه یوازې د نړیوالو راتلونکو نسلونو ته خطر دی، بلکې د امریکا پر زده کړو، اوسني نسل او راتلونکې پراخ منفي اغېز لري. هغه ویلي چې د امریکا دولت او استازي د وسلو د سترو سوداګرو په معافیاتي دام کې ګیر دي او هر ډول لوبې د یادو معافیايي ډلو لخوا پر امریکايي چارواکو کېږي. دده په خبره دوی پر امریکايي حکومت خپلې وسلې پلوري او دغه هېواد هم میلیاردونه ډالر بودیجه نظامي برخې ته ځانګړې کوي.

پوتین په یوه رسمي سفر آلمان ته تللی و او هلته یې ددغه هېواد له لومړۍ وزیرې سره کتلي دي. د المان او روسیې ترمنځ اړیکې وروسته له هغه ترینګلې شوې، چې روسیې کریمیا له اوکراین بېله کړه. دواړه هېوادونه پخپل منځ کې د مایع ګاز سوداګري هم لري او اوس له روسیې المان ته د ګازو د لېږد یوه ستره پروژه پیل شوې ده. ټاکل شوې چې دغه پروژه له اوکراین تېره شي. دواړو لورو ددغه پروژې پر عملي کولو او همدا راز د درېیم هېواد له لوري د احتمالي خنډونو پر جوړولو بحث کړی دی. د کریملین ویاند دیمتري بیا ویلي، چې ښایي امریکا پر المان فشار راوړي چې دغه پروژه ودروي او یا پر هغو شرکتونو بندیزونه وضع کړي، چې په یاده پروژه کې کار کوي، نو له همدې امله پوتین او مېرکل پر دغه موضوع اوږده بحثونه کړي دي. المان ټینګار کړی دی، چې دغه پروژه به بشپړوي او د خپل هېواد اړتیاوې به پوره کوي.

 

ملګري ملتونه وايي وسله وال طالبان دې د مرستندویه ډلو د کارکوونکو ژوند ته خطر نه جوړوي. ملګرو ملتونو د وسله والو طالبانو هغه پرېکړه غندلې چې ویلي یې وو، له دې وروسته له نړیوال سره صلیب سره خپل امنیتي تړون لغوه کوي. د ملګرو ملتونو سازمان وايي افغانستان لا هم د هغو درېیو هېوادونو په قطار کې دی، چې د مرستندویه ډلو لپاره خطرناک دی. دغه سازمان وايي همدا روان کال تر دې دمه په افغانستان کې د مرستندویه بنسټونو ۲۳ غړي وژل شوي ۳۷ کسه ټپیان دي او ۷۳ داسې پېښې شوې چې دغه کارکوونکي پکې تښتول شوي دي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د رسونې برخې پر وسله والو طالبانو غږ کړی، چې مرستندویې ډلې او بنسټونه خپلو چارو ته پرېږدي، څو دوی وکړی شي د افغانستان په سختو او جګړه ځپلو شرایطو کې له اړمنو کسانو سره خپلې مرستې روانې وساتي.

 

د سعودي عربستان په جدې ښار کې ددغه سازمان له مرکزي دفتر په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د غزني وروستۍ جګړې د افغان شخړې خراب امنيتي حالت په ډاګه کړ. سرچينې زياته کړې چې ددغې جګړې له امله د جنګ دواړو خواوو او عامو خلکو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده. د اسلامي هېوادونو د سازمان سرمنشي ډاکټر يوسف بن احمد العثيمين د افغان جګړې پر مهال د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې پر ډېرېدو ژوره اندېښنه ښودلې ده. هغه پر وسله والو طالبانو او د افغانستان پر حکومت غږ کړى چې له جګړې لاس واخلي او د سولې خبرې اترې پيل کړي. ډاکتر عثيمين دغه راز وايي چې افغان جګړه پوځي حل لاره نه لري او پر سياسي جوړ جاړي يې ټينګار کړى دى. نوموړي د افغان شخړې پر ټولو خواوو غږ کړى چې د اوربند کولو ترڅنګ د سولې د خبرو لپاره رغنده اقدامات وکړي.

 

تر اوولسه کلنې جګړې وروسته په افغانستان کې د سولې لپاره حرکتونه ډېر شوي دي. واشنګټن پوسټ نشریه په خپله یوه مقاله کې لیکي، سره له دې چې د تېرو اوولسو کلونو په پرتله په افغانستان کې جګړې سختې شوې دي، خو تر څنګ یې د سولې لپاره ولسي او ټولنیز حرکتونه ډېر شوي دي. نشریه د هلمندي ځوانانو د سولې کاروان ته په اشارې وايي، چې نه یوازې دوی د سولې لپاره هڅې پيل کړې دي، بلکې د سیمې هېوادونو، افغان حکومت او نړیوالو ادارو هم د افغان سولې په برخه کې هڅې ګړندۍ کړې دي. نشریه لیکي افغانان نور له اوږدو او خونړیو جګړو ستړي شوي دي او ددې لپاره هڅه کوي چې سوله راشي. سرچینه کاږي په افغانستان کې روانه جګړه د افغان ملکیانو لپاره خورا خونړۍ وه او دا ددې لامل شوه، چې ولس په سوله پسې ووځي او د جګړو په کابو کولو کې خپل رول ادا کړي. دغه نشریه د افغانستان د ستونزې د حل لار جګړه نه بلکې د سولې مذاکرات بولي او په وینا یې افغانان هم ددې غوښتونکي دي چې دلته روانې ناخوالې د سولې او خبرو پر مټ حل شي.

 

د هېواد د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند هارون چخانسوري وایي د لوی اختر په مناسبت د اوربند د اعلان په اړه مشورتي ناستې دوام لري هغه زیاته کړې، چې ولسمشر غني به د اوربند د اعلان په اړه د حکومت وروستۍ پرېکړه د مشورتي ناستو په اخېر کې اعلان کړي. په ورته وخت کې ځینو سرچینو ویلي، چې طالبان هم د لوی اختر په مناسبت پر څلور ورځني اوربند غور کوي. دا په داسې حال کې ده، چې د سولې عالي شورا رییس محمد کریم خلیلي او د علماو شورا غړو له ولسمشر غني او د طالبانو له مشرتابه نه وغوښتل چې د لوی اختر په مناسبت دې اوربند اعلان کړي.

 

ولسمشر غني وایي، سوله د تړلو دروازو او له سیاسي اجماع پرته نه شي راتللی. د ارګ لخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر غني په هېواد کې د سولې او نورو ملي مسایلو په اړه نن له غرمې مخکې د هېواد د چاپي، تصویري او غږیزو رسنیو له یو شمېر مسوولینو سره په ارګ کې مشورتي ناسته کړې ده. ولسمشر یادو مسوولینو ته په خبرو کې ویلي، چې حکومت یې د سولې لپاره طرحې او پلانونه ترتیب کړي او هم یې په دې برخه کې د اسلامي هېوادونو، سیمې او نړیوالې ټولنې اجماع تر لاسه کړې ده او همدا علت دی، چې طالبانو په افغانستان کې د جګړې مذهبي صبغه له لاسه ورکړې ده. د سرچینې په وینا، ولسمشر له مسوولینو وغوښتل چې د هېواد د ملي مسایلو په اړه له حکومت سره د ملي اجماع په رامنځته کولو کې هر اړخیزه همکاري وکړي.

 

د کوفي عنان بنسټ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملګرو ملتونو پخوانی عمومي منشي نن سهار د سویس په پلازمېنه برن ښار کې مړی شوی دی. کوفي عنان د لسو کلونو لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په توګه پاتې شوی دی او په ۲۰۰۱ میلادي کال کې یې د سولې نوبل جایزه هم ګټلې ده. د کوفي عنان بنسټ له لورې په خپاره شوي بیان کې د هغه د مړیني د علت په اړه ویل شوي، چې عنان د ور پیښې ناروغی له امله مړ شوی دی.