نړۍ

په برېټانیا کې د امریکا سفیر د دغه هېواد له حکومته غوښتي چې د ډونالډ ټرمپ له هغو هڅو ملاتړ وکړي چې غواړي پر ایران فشارونه ډېر کړي.په انګلستان کې د امریکا سفیر «ووډي جانسن» ټېلېګراف ورځپاڼې ته په يوه ليکنه کې له برېټانیا غوښتي چې د ایران په اړه له اروپايي اتحاديې سره د همغږۍ پر ځای دې د…
د سوریې په شمال کې د درنې چاودنې له کبله لږ تر لږه ۱۸ تنه وژل شو‌ي او یو شمېر نور ژوبل شوي دي.د سوریې د حکومت مخالف فعالان وايي چې چاودنه ډېره زوروره وه او یوه پنځه پوړيزه ودانۍ یې هم نړولې ده چې ډېر خلک ترې لاندې شوي‌ دي.په برېټانیا کې د سوریې د بشري حقونو د څار…
د رسنیو د راپورنو له مخې په رومانیا کې زرګونه کسانو نن یو ځل بیا د خپل حکومت پر ضد لاریونونه کړي دي. لاریون کوونکي چې د رومانیا په پلازمینه بوخارست کې د ښار پر مکزي څلور لارې را غونډ شوي وو، د خپل هېواد بېرغونه لېږدول. لاریون کوونکي د حکومت د تبدیلۍ غوښتنه کوي. دوی وایي، چې حکومت یې…
د امريکا له لوري له ترکیې د پولادو او المونیمو پر وارداتو د ګمرکي تعرفو تر لوړېدو وروسته د ترکي لېرې ارزښت د ډالر پر وړاندې شل سلنه را پرېوتی دی. په ورته وخت کې د انقرې او واشنګټن لفظي شخړه هم شديده شوې ده.ټرمپ په یوه ټویټ کې ویلي، له ترکیې د المونیمو او پولادو پر وارداتو د تعرفې…
د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواک وايي چې د عراق پولې ته نږدې په کرد مېشته سيمه کې يې ۱۰ وسله وال وژلي دي. دغه ځواک د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره، چې اېرنا خبري اژانس يې پر بنسټ خبر جوړ کړی، ويلي چې وژل شوي لس وسله وال د هغې ترهګرې ډلې غړي وو چې په عصري جنګي…
راپورونه وايي چې د امريکا متحدو ايالتونو د پاکستاني پوځونو د روزلو چارې ځنډولې دي.پاکستانۍ ډان ورځپاڼې ويلي، ټاکل شوې وه چې راتلونکی کال ۶۶ پاکستاني پوځيان د امريکا د متحدو ايالتونو په نظامي بنسټونو کې لوړې زده کړې وکړي، خو اوس متحدو ايالتونو د دغه پروګرام د لګښتونو له ورکړې انکار کړی دی.د امريکا په نظامي بنسټونو کې د…
د امریکا له هوايي ډګره تښتول شوې مسافر وړونکې الوتکه سمندر کې لوېدلې. امریکايي چارواکو ویلي، هغه مسافر وړونکې الوتکه چې له اجازې پرته یې د سیاتل تاکوما له نړیوال هوايي ډګره الوت کړی و، په سمندر کې لوېدلې ده. دغې الوتکې سپرلې نه لرلې او د پیلوټ د هویت په اړه تر دې دمه معلومات نه شته. پولیسو ویلي،…
امریکا د پاکستاني عسکرو روزنه درولې ده. امریکايي چارواکو رویټرز ته ویلي، د ټرمپ ادارې پرېکړه کړې چې پاکستاني عسکر به نه روزي. ټاکل شوې وه، چې د امریکا په نظامی پوهنتونو کې پاکستاني افسران د روزنې او زده کړو لپاره جذب شي خو امریکايي چارواکي وايي چې د ټرمپ ادارې ددغه لړۍ د درولو سپارښتنه کړې ده. سرچینې ویلي،…
یمن کې په یو بس موټر د هوایي برید له امله په لسگونو کسان وژل شوي دي چې پکې ماشومان هم شامل دي. د سره صلیب نړیوالې ادارې او په یمن کې د روغتیا وزیر وایي چې د سدا سیمه کې په یو بس موټر هوایي برید شوی دی. د سره صلیب نړیوالې ادارې په خپل ټویټر لیکلې دي، چې…
تبصره -- د چین نړیوالې راډیو پښتو څانګه -- که په ریښتیا هم دغه څه عملي شي، نو په امریکا کې به خلک ګڼ کاري فرصتونه له لاسه ورکړي. امريکا د جولای له شپږمې نېټې څخه د څلور دېرش مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت پر چيني توليداتو باندې د پنځه ويشت سلنې اضافي مالياتو لګولو پيل کړي. وروسته تردې د…
د پاکستان ټولټاکنو کې د ادعا شوو درغلیو پرضد د دغه هېواد مسلم لیګ نواز، پاکستان خلکو ګوند او نور پنځه ګوندونه د چارشنبې په ورځ اسلام اباد کې د ټاکنو کمېسون مخ ته لاریون کوي. په ګډ اپوزېسیون کې پر مسلم لیګ نواز او خلکو ګوند سربېره عوامي نېشنل، قومي وطن، متحده مجلس عمل، پښتونخوا ملي عوامي او نېشنل…