نړۍ

د امريکا د دفاع وزارت يا پنټاګون ويلي، له عراقه د خپلو سرتېرو د ايستلو اراده نه لري.اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د دوشنبې په ورځ د عراقي چارواکو له قوله ويلي وو، چې د داعش تر ماتې وروسته له دغه هېواده د امريکايي پوځيانو د وتلو لړۍ پيل شوې ده.د پنټاګون وياند ايريک پاهون ويلي، امريکا اراده نه لري چې…
په ملګرو ملتونو کې د امریکا او روسیې استازو په سوریه کې د کیمیاوي وسلو د کارول کېدو د ادعاوو پر سر ناندرۍ وهلې دي. ويل کېږي چې د بشار الاسد د رژيم پلوو جنګياليو د سوريې په «غوطه شرقيه» سيمه کې پر خلکو کيمياوي وسلې کارولې دي.د دې سيمې اوسېدونکې د خپلې ادعا د اثبات لپاره مټې رانغاړلې دي…
په هندي کشمير کې د پاکستاني پوځيانو په ډزو کې د ۴ هندي سرتېرو تر وژل کېدو وروسته، د دواړو هېوادونو پوځيان يو بل ته ګوته په ماشه ناست دي.د هند د پوځ یوه ویاند په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې پاکستاني پوځيانو د یکشنبې په ورځ د هند تر کنټرول لاندې کشمير کې د راجوري پر پوله ناڅاپه او…
عراقي چارواکي وايي چې امريکايي پوځيانو له دغه هېواده وتل پيل کړي دي.د عراق د حکومت وياند دا څرګندونې له دغه هېواده د امريکايي سرتېرو د وتلو په تړاو د اسوشټېډ پرېس خبري اژانس د راپور تر خپرېدو يوازې څو ساعته وروسته کړې دي.وتونکو امريکايي پوځيانو د لويديځ د هغه پوځي ائتلاف مشري کوله چې په عراق کې د داعش…
په ترکيه کې ۴۰۹ تنه له دې کبله نيول شوي چې د سوريې په عفرين کې يې د خپل هېواد له نظامي عملياتو سره مخالفت کړی دی.ترکي رسنيو ويلي، په عفرين کې د دغه هېواد د نظامي عملياتو له پيل کېدو بيا تر اوسه ۴۴۹ تنه په دې تور نيول شوي چې پر خواله رسنيو يې په سوريه کې د…
چين، د امريکا د متحدو ايالتونو د دفاع وزارت له لوري د اټومي وضعيت د ارزونې په تړاو خپاره شوي راپور په غبرګون کې ويلي، امريکا دې د سړې جګړې ذهنيت پرېږدي او د نورو هېوادونو له نظامي ځواکمنتيا دې ناسم برداشتونه نه کوي.اسوشټېډ پرېس خبري اژانس د چين د دفاع وزارت له لوري په خپرې شوې خبرپاڼې په استناد…
د انګلستان د پارلمان ځينو غړو له خپل حکومته غوښتي چې له بنديزونو په خلاصېدو کې له قطر سره مرسته وکړي.د ګلف ټايمز په نوم يوې قطرۍ ورځپاڼې ليکلي، د انګلستان د پارلمان ځينو غړو د هغه هېواد له لومړۍ وزيرې تريزا مې غوښتي، څو هغه هېوادونه د بنديزونو لرې کولو ته وهڅوي چې د دوحې پر وړاندې ولاړ دي.څلورو…
په واشنګټن کې د سوېلي سوډان سفير قرنق ډينق جوبا ته ور بلل شوی دی.د سوډان ټرېبيون خبري اژانس د دغه هېواد د ځينو ډيپلوماتانو له قوله ليکلي، چې له امريکا د سوېلي سوډان سفير پر دغه هېواد د امريکا د وروستيو بنديزونو په غبرګون کې جوبا ته ور بلل شوی دی.امريکا پر سوېلي سوډان د وسلو د پلور بنديزونه…
پنټاګون د اټومي وضعيت په تړاو په خپل راپور کې وړانديز کړی چې له روسيې سره د مقابلې لپاره بايد کوچني اټومي بمونه توليد شي.په راپور کې ويل شوي، کوچني اټومي بمونه که څه هم د وېجاړي لږه وړتيا لري، خو ترې وېره خورا ډېره ده.د پنټاګون د ارزونې پر بنسټ، د امريکا اټومي بمونه د وېجاړي خورا ډېره وړتيا…
روسيه له جاپان سره تر مناقشې لاندې ټاپو کې پوځيان ځای پر ځای کوي.د روسيې لومړي وزير ديمتري مدودوف هغه طرحه لاسليک کړې چې پر بنسټ به يې جاپان ته نږدې پراته يوه ټاپو کې روسي پوځيان ځای پر ځای کېږي.رويټرز ویلي، مدودوف د روسيې دفاع وزارت ته اجازه ورکړې چې د اېتوروپ ټاپو په هوايي ډګر کې پوځيان ځای…
د امریکا د خزانې وزارت د هغو روسي چارواکو او سوداګرو نوملړ خپور کړی چې د دغه هېواد له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره نږدې اړیکې لري او اټکل کېږي چې له پوتین سره د اړيکو پر مټ يې په ميليونونو ډالرو پانګه راټوله کړې ده. د دغه نوملړ نوم د کرېملېن نوملړ اېښودل چې په غير رسمي مجلسونو کې ورته…