نړۍ

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي ویلي چې په چین کې پر میکونګ سیند د اوبو بند جوړول به پر هغو هېوادونو منفي اغېز وکړي چې ددغه سیند اوبه ور روانې دي. د چین د بهرنیو چارو وزارت بیا وایي چې د امریکا دغه خبرې بې دلیله او غیر ضروري دي. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي،…
د ملگرو ملتونو د بیان د ازادۍ ځانګړي استازي ویلي، چې پر مطبوعاتو د ډونالډ ټرمپ لفظي بریدونه کولی شي د خبریالانو ضد تشدد وپاروي. ډیوډ کای او د امریکا د بشري حقونو په کمیسیون کې د بیان د ازادۍ استازي ایډیسن لانزا په یو گډه اعلامیه کې ویلي، چې پر مطبوعاتو لفظي بریدونه د بیان د ازادۍ خلاف دي.…
په پاکستان کې تحریک انصاف ګوند مخالفو سیاسي یا اپوزسیون ګوندونو اعلان کړی دی چې په ملي اسمبلۍ کې به د تحریک انصاف ګوند د لومړي وزیر د نوماند پر وړاندې ګډ نوماند دروي. ویل کېږي چې د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان به د حکومت تر جوړولو وروسته، د نوي لومړي وزیر په توګه له پارلمانه رایه اخلي،…
ټرمپ د شمالي کوریا له ولسمشر کیم جونګ اون نه مننه کړې او له هغه سره یې د بیا ځلې لېدو هرکلی کړی دی. ټرمپ په خپل تازه ټویټ کې له کیم نه د امریکایي سرتېرو د جسدونو د بېرته سپارلو له امله مننه کړې ده او ویلي یې دي، له کیم نه مننه چې نرمښت یې وښود او د…
د ایران پلازمینې تهران ته نېږدې د دوهمې ورځې لپاره هم د خلکو لاریونونو دوام کړی دی. دا اعتراضونه په ایران کې د مخ پر زیاتېدونکو اقتصادي ستونزو په عکس العمل کې پیل شوي دي. پر ټولنیزو شبکو د خپرو شویو وډیوګانو له مخې، د تهران په کرج سیمه کې خلک سړکونو ته راوتلي دي او د اخوندانو د نظام…
امریکا د ترکیې پر حکومتي چارواکو په هغه هېواد کې د یو پادري د زنداني کولو له کبله بندیزونه ولگول. د امریکا حکومت تېره ورځ د ولسمشر طیب اردوغان پر دوو لوړپوړو پارلماني چارواکو له دې کبله بندیزونه ولگول چې یو امریکایي پادري یې په ترکیې کې د حکومت ضد له ناکامې کودتا سره د مرستې په تور زنداني کړی…
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې که د ايران ولسمشر حسن روحاني ورسره کتو ته لېوالتيا ولري نو دی به ورسره وګوري. ټرمپ وايي، له ايراني ولسمشر سره له قيد او شرط پرته، په هر ځای کې کېناستو ته چمتو دی.ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته دا څرګندونې تر هغه څو ورځې وروسته وکړې چې…
د تاجکستان حکومت د تاجکستان د اسلامي رنسانس ګوند تورن کړی چې په دوشنبې ښار کې اوو سيلانيانو ته د مرګ ژوبلې اړولو په پېښه کې لاس لري.د اسلامي رنسانس ګوند پر فعاليتونو په تاجکستان کې بندیز لګول شوی و او اوس تورن شوی چې د دوو امريکايي او دوو اروپايي بايسکېل ځغلوونکو په وژلو کې لاس لري.د تاجکستان د…
د هند حکومت د دغه هېواد په اسام ايالت کې د څلورو ميليونو کسانو تابعيت ځنډولی دی. يادو کسانو ته د سپټمبر تر ۲۸ مې وخت ورکړل شوی چې د خپل هندي تابعيت د ثابتولو لپاره قانع کوونکي اسناد وړاندې کړي.د اسام ايالت د نفوس ادارې تازه د دغه ايالت د ۳۲.۹ ميليونو اوسېدونکو نوملړ خپور کړی او ويلي يې…
د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې ښار کې دوه امريکايي او دوه اروپايي سيلانيان پر موټر وهل شوي او وژل شوي دي.پېښه د دوشنبې ښار په جنوبي برخه کې شوې ده. په وژل شویو کې دوه امریکایان، یو سویسی او بل هالنډی شامل دي، خو د دوی پر وژل کېدو سربېره یو سویسی، یو هالنډی او یو فرانسوی ژوبل شوي هم…
د پاکستان تحريک انصاف ګوند ويلي چې د ائتلافي حکومت د جوړولو لپاره يې کافي ملاتړ ترلاسه کړی دی. د عمران خان په رهبرۍ د تحریک انصاف ګوند د تېرې چهارشنبې په ټاکنو کې د پاکستان د پارلمان تر ټولو ډېرې څوکۍ وګټلې، خو سره له دې يې هم اکثريت ترلاسه نه کړ او د حکومت د جوړولو لپاره د…