نړۍ

د ترکیې ولسمشرۍ ماڼۍ ويلي، انقره او واشنګټن لا هم د دې فرصت لري چې د ترکيې او امريکا اړيکې وژغوري.د ترکيې د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند ابراهيم کالين پرون رسنيو ته ويلي، له امريکا سره يې اړيکې دومره نه دي ترينګلې شوې چې د بيا رغېدو وړ نه وي.رويټرز خبري اژانس ويلي، د ترکيې د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند دا څرګندونې…
د هسپانيې د بارسلونا ښار ټکسي چلوونکو کاري اعتصاب کړی او خپل ګاډي يې د دغه ښار پر مهمو سړکونو درولي دي.ټکسي چلوونکي په هسپانيه کې د امريکايي شرکتو اوبر او کوبيفای له فعاليتونو سره مخالف دي او وایي چې د دوی پر کاروبار ناوړه اغېزه کوي.که څه هم د هسپانيې سترې محکمې امريکايي ترانسپورټي شرکتونو ته د فعاليت د…
امریکايي او عرب چارواکو ویلي، د امریکا ولسمشر له شپږو عربي هېوادونو، مصر او اردن سره په ګډه په سیمه کې د ایران د نفوذ د مخنیوي په موخه د یوې امنیتي او سیاسي ټلوالې د جوړولو تکل لري.رویټرز خبري اژانس د ځینو سرچینو له خولې ویلي، د دې ټلوالې له جوړولو د سپینې ماڼۍ موخه دا ده چې د…
د چین د سوداګرۍ وزارت په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې هيڅکله به امریکا ته باج ورنه کړي او پر چین د امریکا فشارونه بې اغېزې دي. په خبر پاڼه کې وړاندې راغلي چې امریکا د نړیوالو اقتصادي جوړښتونو د له منځه وړلو په هڅه کې ده او د سوداګرۍ د نړیوال سازمان قوانین یې تر پښو…
په پاکستان کې نن د دغه هېواد د ملي او ايالتي پارلمانونو ټاکنې کېږي. په دې ټاکنو کې ټولټال ۱۲ زره کسانو ځانونه کانديد کړي چې لویه برخه يې د مسلم ليګ، پيپلز او تحريک انصاف ګوندونو غړي دي.د نن ورځې ټاکنې په پاکستان کې ځکه مهمې ګڼل کېږي چې په ټول تاريخ کې يې يوازې د درېيم ځل لپاره…
د يونان په بېلابېلو ځنګلي سیمو کې اور لګېدلی چې لږ تر لږه ۵۰ تنه یې وژلي دي. چارواکو ويلي، اور له کنټروله وتلی او اتن یې د قابو کولو لپاره نړيوالې مرستې غوښتې دي.سرچينې وايي، پلازمېنې اتن ته د څېرمه ځینو سيمو خلک هم د خپلو استوګنځیو پرېښودو ته اړایستل شوي.دا په یونان کې په څه باندې یوه لسیزه…
د ايران د بهرنيو چارو وزارت يو ځل بيا خبرداری ورکړی چې که د امريکا متحد ايالتونه د ايران د نفتو صادرات وځنډوي، دوی به پر ورته عمل لاس پورې کړي.د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند بهرام قاسمي پرون په يوه خبري کنفرانس کې ويلي: «که امريکا وغواړي چې په رښتيا هم د ايران د نفتو صادرات له خنډ…
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ايران ولسمشر حسن روحاني ته خبرداری ورکړی چې د امريکا له ګواښلو دې لاس واخلي.د ټرمپ دا خبرداری تر هغه وروسته دی چې د ايران ولسمشر حسن روحاني د امريکا متحد ايالتونه ګواښلي وو او ټرمپ ته يې خبرداری ورکړی و چې د زمري له لکۍ سره دې لوبې نه کوي.ټرمپ پرون سهار وختي…
د کاناډا په تورنټو ښار کې يوه وسله وال پر خلکو ډزې کړې چې له کبله يې يو تن وژل شوی او ۱۳ نور ټپيان دي.د تورنټو پوليس وايي، په ډزو سره وژل شوې، د لوی عمر څښتنه مېرمن ده.پوليسو ويلي، په پېښه کې يوه ځوانه نجلۍ هم ټپي شوې چې روغتيايي وضعيت يې نازک دی.ګلوبل نيوز خبري شبکې د…
د جرمني د فوټبال ملي لوبدلې مسلمان لوبغاړي مسوت اوزېل له هغه وروسته له نړیوالو لوبو استعفا کړې چې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره یې پر خپاره شوي تصویر نيوکو زور واخيست.اوزېل په ۲۰۱۴ کال کې جرمني ته د فوټبال نړيوال جام په ګټلو کې مهم رول درلود او په وروستي نړيوال جام کې هم د جرمني…
د ایران ولسمشر حسن روحاني د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته خبرداری ورکړی چې د زمري له لکۍ سره دې لوبې نه کوي، کنه پښېمانه به شي. روحاني پرون په تهران کې د ایراني ډیپلوماټانو یوې غونډې ته وویل، امریکا باید پوهه شي چې له ایران سره سوله د ټولو سولو او له ایران سره جګړه د ټولو جنګونو مور…