نړۍ

د چين ولسمشر شي جين پېنګ د هغه هېواد د پوځ د رامنځته کېدو د ۹۰ کليزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته په وينا کې ويلي، چې له خپلې ځمکنۍ بشپړتيا د دفاع لپاره جګړې ته هم چمتو دي.د چين د پوځ د رامنځته کېدو د ۹۰ کليزې د نمانځنې په مناسبت جوړو شويو دې مراسمو کې شاوخوا ۳…
ماليزيايي چارواکي وايي، چمتو دي چې د مکې مکرمې او مدينې منورې د امنيت په ټينګښت کې له سعودي عربستان سره مرسته وکړي.وروسته تر هغې چې سعودي چارواکو د يمن حوثي ياغيان پر مکې مکرمې د توغندي پر توغولو تورن کړ، د ماليزيا د لومړي وزير مرستيال احمد زاهد حميدي ويلي چې هېواد يې د مکې مکرمې او مدينې منورې…
 د ترکيې د اپوزيسيون ګوند يوې غړې ګلسن بيلګهان په دغه هېواد کې د ښځو د حقونو پر وضعيت په نيوکې سره ويلي، انقره په دې نه ده بريالۍ شوې چې د استانبول کنوانسيون پلی کړي. د ترکيې چاپ حريت ورځپاڼې په پارلمان کې د ترکيې د جمهوري غوښتونکو خلکو ګوند د استازې ميرمن ګلسن بيلګهان له قوله ليکلي، اروپايي…
د جاپان لومړي وزير شينزو ابي د امريکا د متحدو ايالتونو له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره تر خبرو وروسته له چين او روسيې غوښتي چې پر شمالي کوريا د فشارونو د ډېرولو مسئله جدي وګڼي. شينزو ابي له ډونلډ ټرمپ سره د شمالي کوريا پر خلاف د لا ډيرو اقداماتو په اړه خبرې کړې دي.د رويټرز په يوه راپور کې…
د پاکستان په پارلمان کې د اپوزيسيون ګوند مشر خورشيد شاه وايي، پر پاکستان حاکم ګوند د لومړي وزارت لپاره وړ نوماند نه لري.خورشيد شاه په پارلمان کې د وينا پر مهال وويل، د مسلم ليګ ګوند د نواز شريف څانګه د باصلاحيته او با کفايته غړو له نشتون سره لاس او ګريوان ده او دا چې د نواز شريف…
 اسټراليا کې د ترهګرۍ ضد پوليسو هغه څلور کسان نيولي چې غوښتل يې د يوې الوتکې د غورځولو پلان جوړ کړي. سکای نيوز خبري ټلوېزيون د اسټراليا د لومړي وزير مالکوم ټرنبول له قوله ويلي، چې دغه کسان تر څو ساعته عملياتو وروسته نيول شوي دي.ټرنبول ويلي پر نيول شويو کسانو د ترهګريزې توطيې د جوړولو تور دی او غوښتل…
د زيمبابوې ولسمشر رابرټ موګابې وايي، نه مري او نه د پوهې او تجربې له پلوه د ده په کچه څوک شته چې د خپل ځايناستي په توګه يې وټاکي.رويټرز خبري اژانس ويلي، د زيمبابوې ۹۳ کلن ولسمشر رابرټ موګابې، چې له ۱۹۸۰ لسيزې را هيسې د دغه هېواد مشري کوي د خپلې روغتيا په تړاو يو ځل بيا خلکو…
شمالي کوريا د جمعې په ورځ نوی نالسټيک توغندی ازمويلی او ويلي يې دی چې نور نو د امريکا هره سيمه په نښه کولی شي. شمالي کوريا يوه مياشت وړاندې هم ورته توغندی ازمويلی وو او ويلي يې وو چې کولای شي د امريکا الاسکا ايالت په نښه کړي.د امريکا، جاپان او جنوبي کوريا نظامي څېړونکو ويلي، د شمالي کوريا…
په امريکا کې د متحدو عربي اماراتو سفير يوسف العتيبه وايي، له قطر سره د مصر، بحرين، سعودي عربستان او اماراتو اختلاف د منځني ختيځ د راتلونکي پر سر دی او په وينا يې قطر د راتلونکي پر خلاف حرکت کوي.نوموړي له امريکايي PBS ټلوېزيون سره په خبرو کې ويلي، قطر له کلونو راهيسې له ترهګرو ملاتړ کوي، د خپلو…
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي، چې سوريه نا امنه هېواد دی او دوی به هېڅکله و نه غواړي چې په شته شرایطو کې سوري کډوال بېرته خپل هېواد ته ورستانه کړي.د عربستان چاپ عکاض ورځپاڼې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د وياندې رولا امين له قوله ويلي، چې…