نړۍ

په داسې حال کې چې د امريکا د متحدو ايالتونو نظامي وړتيا او موقف تر روسيې لوړ دي، په جرمني کې يوې تازه نظرپوښتنې ثابته کړې چې خلک د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د امريکا تر ولسمشر ډونالډ ټرمپ پياوړی بولي.په نظرپوښتنه کې دا هم ثابته شوې چې ۶۴ سلنه خلک ډوڼالډ ټرمپ د ولاديمير پوتين په پرتله د نړۍ…
په ترکيه کې پرون د ۲۰۱۶ کال د ناکامې کودتا د دويمې کليزې په مناسبت ځانګړي مراسم پيل شوي او ويل کېږي چې نن به د دغه هېواد په ۹۱ زره مسجدونو کې د يادې کودتا د قربانيانو لپاره دعا وشي.په ترکيه کې د ۲۰۱۶ کال د جولای په ۱۵مه د يوې کودتا هڅه شنډه شوه او تر هغه وروسته…
جنوبي کوريا د روسي الوتکو له لوري د دغه هېواد د فضايي حريم د نقض په غبرګون کې په سيول کې د روسيې د سفارت چارواکي احضار کړل.رسنۍ وايي، جنوبي کوريا پرون د روسيې د سفارت کارکوونکي احضار کړي وو او د روسي الوتکو له لوري يې د جنوبي کوريا د فضايي حريم د نقض په نه تکرار ورته ټينګار…
پاکستان له نړيوالو پوليسو غوښتي چې د دغه هېواد د ماليې پخوانی وزير اسحاق ډار دې ونيسي او پاکستان ته دې يې ستون کړي.پاکستاني دنيا ټلوېزيون خبر ورکړی چې اسلام اباد له نړيوالو پوليسو دا غوښتنه د پاکستان د قاضی القضات ثاقب نثار په سپارښتنه کړې ده.رسنی وايي چې اسحاق ډار چې دا مهال په لندن کې مېشت دی، په…
د امريکا متحدو ايالتونو له جرمني غوښتي چې ايران ته د نغدو پيسو د لېږد مخه ونیسي.په جرمني کې د امريکا سفير ريچارډ ګرنل جرمنۍ بېلډ ورځپاڼې ته ويلي، واشنګټن په لوړه کچه له جرمني غوښتي چې ايران ته د ۳۰۰ ميليونو يورو نغدو پيسو د لېږد مخه ونيسي.بېلډ د ګرنل له قوله ليکلي: «موږ په لوړه کچه له جرمني…
د برېټانیا ملي ګالرۍ د اولسمې پېړۍ يوه تابلو په پنځه ميليونه امريکايي ډالرو پېرلې ده. دا تابلو د اېټالوۍ انځورګرې ارتمیزیا جنټیلېسکي ده چې په اولسمه پېړۍ کې د نامتو هنرمندانو په کتار کې ولاړه وه. د برېټانیا ملي ګالرۍ په ۱۹۹۱ کال کې هم د يوې پرتګالۍ معاصرې هنرمندې «پایولا رګو» پنځه تابلوګانې پېرلې وې.د برېټانیا د ملي…
د ترکيې پوځ وايي، د دغه هېواد په ختيځ او د عراق په شمال کې يې تازه عمليات کړي او د کردانو د کارګر ګوند ۱۴ وسله وال يې وژلي دي.د عراق په شمال کې د ترکيې نظامي عمليات له تېرو څلورو مياشتو راهيسې روان دي. د ترکيې پوځ په وروستيو کې له ايران او عراق سره پر پوله د…
ټاکل شوې چې د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ نن څلورو اروپايي هېوادونو، برېټانيا، سکاټلنډ، بلجيم او فنلند ته خپل سفر پيل کړي.ويل شوي چې ټرمپ به د دغه سفر په ترڅ کې له خپلو سيالانو سره د سوداګرۍ په سر د راپورته شويو لانجو او نظامي لګښتونو په اړه خبرې وکړي. ټرمپ تر دې مخکې پر اروپايي هېوادونو تندې نيوکې…
په ناټو کې د امريکا سفيرې کې بېلي هاچيسن ويلي، روسيه هڅه کوي چې د ترکيې لاره له ناټو جلا کړي.هاچيسن له فاکس نيوز سره په خبرو کې ويلي، روسيه هڅه کوي چې د ترکيې په ګډون د امريکا ځينې متحدين له ناټو سازمانه وتلو ته قانع کړي او په دې توګه د دغه دفاعي سازمان ځواک کم کړي.نوموړې له…
د سوريې د هوايي دفاع ځواکونو پرون سهار وختي د دغه هېواد پر ټيفور هوايي ډګر د اسرائيلي الوتکو د بريد مخه نيولې ده.د سوریې دولتي خبري اژانس سانا خبر ورکړی چې اسرائيلو د ټيفور پر هوايي ډګر راکټي او هوايي بريدونه کول چې راکټي بريدونه يې خنثی شوي او الوتکې يې تېښتې ته مجبورې شوې دي.د سوریې دولتي رسنی…
د ترکیې حکومت د یو نوي فرمان په صادرولو سره ۱۸۰۰۰ کارکوونکي له دندو شړلي دي. په شړل شويو کسانو کې تر نيمايي ډېر د پوليسو افسران دي. پر دې سربېره ۵۰۰۰ نظاميان او ۱۹۹ استادان هم له دندو په شړل شويو ترکانو کې شامل دي.په ترکيه کې د ۲۰۱۶ کال د ناکامې کودتا تر هڅې وروسته بېړنی حالت اعلان…