نړۍ

وروسته تر هغې چې په اتريش کې د اوو مسجدونو د تړل کېدو پر پرېکړې اعتراضونو زور واخيست، د دغه هېواد چارواکو ويلي چې له يوه پرته به نورو مسجدونو ته بيا د فعاليت اجازه ورکړي.ياد اووه مسجدونه د جون له لومړۍ نېټې راهيسې تړل شوي وو چې له کبله يې تند غبرګونونه راپارېدلي دي.د اتريش حکومتي چارواکو تازه خبر…
د نایجریا حکومت د دغه هېواد د پخواني پوځي مشر ساني اباچا له خوا غلا شوې پیسې پر بېوزلو کورنيو وېشي. په راپورونو کې ويل شوي چې د يوه سويسي بانک له لوري د نايجريا حکومت ته د اباچا له لوري د غلا شويو ۳۰۰ ميليونو ډالرو تر ورکړې وروسته، پتېيل شوې چې يادې پيسې پر بېوزلو کورنيو ووېشل شي.دا…
چین له امریکا غوښتي چې د نړیوال سوداګریز سازمان مقررات دې تر پښو لاندې نه کوي او درناوی دې ورته وکړي. چین چې په ۲۰۰۱ کال کې له نړیوال سوداګریز سازمان سره یو ځای شوی دی وایي، له ځینو هېوادونو سره د امریکا یو اړخیز او ناسم چلند ددغه سازمان له قوانینو سرغړونه ده. چین داسې مهال دغه ډول دریځ…
اسرائیلو د سوریي پر پلازمېنې دمشق دوه توغندي توغولي چې د دمشق له هوایي ډګر سره نږدې لګېدلي دي.په لندن کې مېشتې د د سوریي د بشري حقونو د څار ډلې ویلي چې په د دغو بريدونو موخه د حزب الله د وسلو او مهماتو یو شمېر ډېپوګانې وې. د دې ډلې په وینا، د سوریې د هوایي دفاع ځواکونه…
د امريکا د متحدو ايالتونو د دفاع وزير جېمز مټيس چين ته رسېدلی او ټاکل شوې چې تر پنجشنبې پورې د دغه هېواد له ملکي او پوځي چارواکو سره د دوه اړخيزو موضوعاتو په تړاو جلا جلا کتنې ولري.مټيس، چين ته تر روانېدو وړاندې خبريالانو ته ويلي وو چې چين ته يې د سفر موخه د بيجېنګ – واشنګتن د…
د برېټانيا د بهرنيو چارو وزير بورېس جانسن له يوه مهم کاره کابل ته را تښتېدلی و.برېټانوۍ انډېپنډېنټ ورځپاڼې ليکلي، اوس له جانسن غوښتل شوي چې له دندې استعفا وکړي. د هغه منتقدينو ادعا کړې چې نوموړي افغانستان ته د دې لپاره سفر کړى و چې د برېټانيا په پارلمان کې د هېټرو هوايي ډگر د درېيمې ځغاستليکې د جوړېدو…
رجب طيب اردوغان په غوڅ اکثريت سره د ترکيې ولسمشريزې ټاکنې ګټلې دي.د ترکیې د ټاکنو د عالي کمېټې مشر سعدي ګووین پرون دوشنبه وویل، د رايو تر شمېرل کېدو وروسته په ډاګه شوې چې رجب طيب اردوغان د وړمې ورځې ټاکنې په پرېکنده اکثريت سره ګټلې دي.د ترکیې رسنیو ويلي چې اردوغان د ټولو کارول شويو رايو ۵۳ سلنه…
په نایجریا کې د دوو قومونو تر منځ خونړۍ جګړه شوې چې درنه مرګ ژوبله پکې اوښتې ده.دغه جګړه د نایجریا په پلاتو ایالت کې شوې ده. ویل کېږي چې د تېرې پنجشنبې په ورځ د "بروم" قوم بزګرو د "فولاني" قوم پر کوچیانو یرغل وکړ او د هغوی پنځه کسان یې ووژل.کوچیانو د شنبې په ورځ پر بزګرو د…
د مکسیکو د اوکمپو ښارګوټي ټول پولیس د ښاروالۍ ټاکنو ته د يوه نوماند په وژلو کې د لاس لرلو په تور نيول شوي دي.دغه وژل شوی نوماند فرناندو انګلز نومېده او د تېرې پنجشنبې پر ورځ د ۶۴ کلونو په عمر ووژل شو.په مکسيکو کې ټاکنې د راتلونکې جولای مياشتې په لومړۍ نېټه کېږي، خو د دې ټاکنو لپاره…
د تحریک طالبان پاکستان ډلې د خپل پخواني مشر مولوي فضل الله وژل کېدل تائید کړي او ویلي يې دي چې مفتي نورولي مسید يې د خپل نوي مشر په توګه ټاکلی دی. مولوي فضل الله او څلور نور ملګري یې د روان لمریز کال د غبرګولي په ۲۳ مه په کونړ ولایت کې د بې پیلوټه الوتکې په برید…
د امريکا متحدو ايالتونو جاپان ته ويلي چې له ايرانه د تېلو واردات بند کړي.جاپان ټايمز ورځپاڼې ليکلي، امريکايي چارواکو له جاپاني چارواکو غوښتي چې له ايرانه د تېلو پېرل ودروي، خو زياتوي چې توکيو لا په دې اړه خپله وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.د جاپان د نفتو د اتحادیې رييس تاکاشي تسوکيوګا د جمعې پر ورځ ويلي وو چې…