نړۍ

سپينه وايي، اراده نه لري چې خپل پوځيان له سوريې وباسي.د سپينې ماڼۍ وياندې سارا سندرز ويلي، سره له دې چې روسيې له سوريې د خپلو پوځيانو د ايستلو پرېکړه کړې، خو په واشنګټن کې تر اوسه په دې اړه بحث نه دی شوی.سندرز ويلي، امريکا به په سوريه کې خپل پوځي حضور ته دوام ورکوي او د داعش پر…
د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو له اروپايي اتحاديې غوښتي چې د اسرائيلو د پلازمېنې په توګه د بيت المقدس د په رسميت پېژندلو په برخه کې د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فرمان ملاتړ وکړي.نتنياهو په بروکسل کې د اروپايي اتحاديې له مقره د ليدنې پر مهال د دغه سازمان د بهرني سياست له مسئولې فدريکا موګيرني سره…
د سعودي حکومت پرېکړه کړې چې سوداګرو ته په دغه هېواد کې د سينماګانو د پرانيستلو اجازه ورکړي. د سعودي د اطلاعاتو او کلتور وزارت پرون دوشنبه اعلان وکړ چې تجارتي سینماګانې به له څه باندې ۳۵ کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره د راتلونکي ۲۰۱۸ میلادي کال له پیله په دغه هېواد کې فعالیت پیل کړي.دغه وزارت اټکل کړی…
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين سوريې ته په يوه نااعلان شوي سفر کې له دغه هېواده د روسي پوځيانو د وتلو فرمان صادر کړ.اېنټر فاکس خبري اژانس ويلي، پوتين د لاذقيې په الحميميم نظامي اډه کې د سوريې له ولسمشر بشارالاسد سره کتلي دي.الحميميم هغه نظامي اډه ده چې روسي ځواکونه پکې مېشت دي.له اسد سره د کتنې پر مهال…
د بیجېنګ چارواکو پرېکړه کړې چې د چين په شمالي سيمو کې د کورونو د ګرمولو لپاره له اټومي انرژۍ ګټه واخلي.رويټرز خبري اژانس وايي، د چين په شمالي سيمو کې د هوا په سړېدو سره د ډبرو سکرو کارېدنه ډېره شوې چې له کبله يې هوا هم خرابه شوې ده.که څه هم بيجېنګ ويلي، چې د دې ستونزې د…
رسنۍ وايي، د اردن پادشاه دويم عبدالله د سه شنبې په ورځ سعودي عربستان ته سفر کوي، څو د بيت المقدس په اړه د ټرمپ د فرمان پر وړاندې د اردن، سعودي او عمان د دريځونو پر همغږۍ بحث وکړي.رای اليوم ورځپاڼې د باخبره سرچينو په حواله ليکلي، دويم عبدالله به سعودي عربستان ته د خپل څو ساعته سفر په…
عرب ټولنې د امريکا له متحدو ايالتونو غوښتي چې د اسرائيلو د پلازمېنې په توګه د بيت المقدس د په رسميت پېژندلو له پرېکړې په شا شي، ځکه دا پرېکړه په سيمه کې د تاوتريخوالي د ډېرېدو سبب کېږي.د عربي ټولنې د ۲۲ غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د مصر په پلازمېنه قاهره کې د يوې بېړنۍ غونډې په…
په ملګرو ملتونو کې د فلسطینیانو استازي ریاض منصور ویلي، امريکا د اسرائيلو په ملاتړ سره ټول نړيوال اصول او د ملګرو ملتونو پرېکړه ليکونه مات کړي چې په وينا يې له همدې امله بايد دغه هېواد نور په منځني ختيځ کې د سولې د هڅو د مشرۍ رول و نه لري.منصور د بیت المقدس په اړه د امريکا د…
که له يوې خوا په يمن کې حوثي ياغيانو د خپل پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح وژل کېدل لويه او استثنايي پېښه بللې، د يمن ولسمشر عبدربه منصور هادي بيا يمنيانو ته بلنه ورکړې چې د حوثي ياغيانو پر وړاندې پاڅون وکړي.منصور هادي په يوه ټلوېزيوني وينا کې ويلي: «ټول یمني ولس د ترهګرو او مجرمو ملېشو پروړاندې مبارزې ته…
د ترکيې پوځ تېره مياشت په سوريه کې پر کردي ملېشو ۴۴ بريدونه کړي دي.د سوريې کردي ځواکونو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، ترکي ځواکونو يې د سوريې د عفرين ښار په څنډو کې پر پوستو او نظامي اډو ۴۴ بريدونه کړي دي.رشيه اليوم وېبپاڼې د سوري کردي ځواکونو له لوري په خپرې شوې خبرپاڼې پر استناد سره…
په سوماليا کې تر نيمې پېړۍ وروسته په يو ځل اوو سياسي ګوندونو ته د فعاليت جوازونه ورکړل شوي دي.رسنيو په سوماليا کې د ټاکنو د ملي کمېټې د مشرې حليمې اسماعيل ابراهيم له قوله ويلي، هغو سياسي ګوندونو ته يې د فعاليت اجازه ورکړې چې قانوني شرایط یې بشپړ کړي دي.د يووالي او ډيموکراسۍ ګوند، د سوماليا د امت…