امریکايي چارواکي وایي په افغانستان کې مېشته داعش ډله په امریکا کې د برید کولو وړتیا ته نږدې شوې ده. د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال جوزف ووټل وايي، په افغانستان کې مېشتو داعشیانو یوه پېچلې او خطرناکه شبکه رامنځ ته کړې ده او ورځ په ورځ په یوه ستر خطر اوړي. دده په خبره دوی په امریکا کې د ټولنیزو رسنیو پر مټ کسان جذبوي او ورو ورو یې ددې وړتیا پیدا کوي چې په امریکا کې برید وکړي. ووټل په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد پر جګړې ټینګار کړی دی او وایي دوی به دداعش په ګډون د ټولو هغو ډلو پر ضد عملیات کوي چې د سیمې او نړۍ لپاره خطرناک دي. ووټل همدا راز ویلي چې په سیمه کې دداعش د حضور ګواښ مخ پر زیاتېدو دی او باید مخنیوی وشي. دغه لوړپوړي امریکايي جنرال داسې مهال دغه څرګندونې کړې، چې تر دې وړاندې امریکا او افغان حکومت دداعش د ختمېدو او کمزوري کېدو خبر ورکړی و.