د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته مخکښ نوماند برني سندرز خپل ټاکنیز کمپاین پیل کړی دی. هغه پخپلو تازه څرګندونو کې ویلي، د امریکا حکومت مکلف دی چې په افغانستان کې خپله جګړه پای ته ورسوي. د سندرز په خبره دامریکا ملت بې پایه جګړې نه غواړي او اوس ددې وخت دی چې په افغانستان کې روانې جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي. برني سندرز وایي د افغانستان جګړه امریکا ته په لوړه بیه پرېوته، خو تر دې دمه ددغه جګړې پای نه ښکاري. هغه ویلي امریکايي وګړي باید پر حکومت فشار واچوي چې له افغانستان خپل سرتېري وباسي.