(ټول خلک سره وروڼه دي) کتاب تازه پښتو ته ژباړل شوی دی، کتاب په نړۍ کې د ازادۍ اخیستو لپاره د مشهور او پېژندل شوي مبارز، مهاتما ګاندي اثر دی. پښتو ژباړه یې امان الله حنیفي او مجنون رحیمزي کړې ده. د کتاب پښتو بڼه ۲۶۶ مخونه لري.
ګاندي خپل ټول عمر له انګرېزانو څخه د هندوستان د ازادۍ لپاره په مبارزه کې تېر کړ او د(عدم تشدد) د فکر پر بنسټ یې، نړیوالو ته وښوده، چې ازادي نه یوازې د ټوپک په زور، بلکې د ټينګ عظم، د خلکو د راویښولو او سوله ییز مقاومت پرمټ هم ترلاسه کېدای شي. مهاتما ګاندي د هندوستان د ازادۍ لپاره خلک سرکونو ته را وایستل، لاریونونه یې وکړل او انګرېز حکمرانانو ته یې د هندوستان د خلکو غږ ورساوه، چې هندوستانیان ازادي غواړي .
نوموړی زنداني شو، ووهل شو، وشړل شو، خو هېڅکله هم له خپل هوډ او لارې څخه، چې ازادي وه، وانه وښت. اخیر انګرېزان هم د ګاندي او هغه د ملګرو پر وړاندي ماتې ومنله او هند ته یې ازادي ورکړه، خو له بده بخته چې انګرېزانو د هند د ازادۍ ترڅنګ، هغه تجزیه هم کړ .
دغه کتاب هم تر ډېره د ګاندي پر مبارزه او د ژوند د بېلابېلو اړخونو په اړه، د نوموړي پر تجربو ولاړ دی. کتاب خپله ګاندي لیکلی او د لیکلو هدف یې، نورو ته د خپلو تجربو رسول دي. ګاندي وايي: «هدف مې دا نه دی چې د ځان رښتینی حال ولیکم، غواړم د حقیقت په اړه د خپلو بې شمېره ازمایښتونو داستان په ډېر ساده شکل نقل کړم…»
د ګاندي د دې پیاوړې مبارزې او د ازادۍ لپاره نه ستړې کېدونکو هلوځلو په مقابل کې، خلکو نوموړي ته د (ګاندي) لقب ورکړ، چې اصل مانا یې (پیاوړې روح) ده.
دغه لقب اصل کې د هندوستان وتلي لیکوال (رابيتات ټایګور) ورکړ. نوموړی په هندوستان کې د(باپو) یا لوی پلار په نامه هم یادېږي. ګاندي ته د ټولې نړۍ په ځانګړې توګه د هندوستان وګړي هندوان، مسلمانان ، سکهان، عیسویان او نور ډېر احترام لري، هغه ځکه چې نوموړي هېڅکله د چا پلوي یا مخالفت ونه کړ او په هند کې یې شته قومونه او مذهبونه د یو بل وروڼه بلل؛ ځکه خو ګاندي د دغه کتاب نوم هم (ټول خلک سره وروڼه دي) کېښود.
ګاندي به خپلو پلویانو ته ویل، چې زموږ مبارزه روښانه او دعدم تشدد لاره ده. نوموړي به خپل هېوادوال له تاوتریخوالي څخه منعه کول او ډاډ یې ورکاوه، چې دوی به ضرور یوه ورځ ازادېږي. د نوموړي دعدم تشدد فکر او مبارزي نورې نړۍ ته لاره ورکړه او دنړۍ د بېلابېلو هېوادونو ځینو مشرانو د ګاندي لاره خپله کړه، چې په دې ډله کې، مارتین لوترکینګ، تنزین ګیاتسو، لخ والسا، استفان بیکو، انګ سانسوچې او نیلسون منډیلا یادولی شو، خو په یادو کسانو که ټولو دګاندي مفکوره پلې نه شوای کړای او کله ناکله به یې تاوتریخوالي ته هم لاس اچاوه، خو ګاندي د عمر تر پایه پر همدغه فکر ټینګ پاتې او هېڅکله یې د زور او تاوتریخوالي له لارې مبارزې ته ادامه ورنه کړه.
ګاندي په ۳۶ کلنۍ کې د(برهماي) دفلسفی پر اساس، جنسي اړیکې له خپلې مېرمنې سره پرې کړې. نوموړي په دغه کار سره د باطني تذکیې هڅه کوله.
ګاندي ویل، هر هغه څوک چې ټولنې ته چوپړ کوي یا د چوپړ کولو نیت لري، نو باید چې ډېر ساده ژوند ولري، دعامو کسانو په څېر ځان وښيي، څو د خلکو اعتماد پرې وشي. نوموړی په خپله هم د همدغه اصل سخت پابند و، ده به خپل کالي خپله مینځل، نور ډېر کارونه یې هم خپله کول، ان نوموړي ټول عمر هغه کالي اغوستل چې د هند غریب ترینه کسانو به اغوستل ، ګاندي خپلې اغوستې جامې له هغو رختونو څخه جوړولې، چې خپله یې د څرخ په واسطه جوړولې او نورو ته یې هم لارښوونه کوله، چې همدا کار وکړي.
دهندوستان په ډیلي ښار کې دګاندي په نامه یو ځانګړی موزیم شته، چې د هغه د ژوند ټول حالات پکې انځورشوي او همدا راز د هند خلک دګاندي د زیږېدنې پر ورځ چې د اکټوبر دویمه ده، رسمي رخصتي کوي .
مینه وال کولای شي دغه کتاب له اکسوس او د ښار له نورو لویو کتابپلورنځیو څخه په مناسب قېمت ترلاسه کړي.