د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په واشنګټن کې د پاکستان او برېتانیا له سفیرانو سره کتلي دي. نوموړي په یوه ټوېټ کې ویلي، چې په دې جلا جلا کتنو کې یې پر افغان سوله او روانو مذاکراتو بحثونه لرلي دي. خلیلزاد ویلي چې د افغانستان سوله د ټولې سیمې او نړۍ په ګټه ده او په دې توګه به د ډېری هېوادونو په اقتصادي راکړو ورکړو مثبت اغېز ولري. خلیلزاد له دوی سره د سولې په برخه کې وروستي پرمختګونه هم شریک کړی دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه مهم ديپلومات له شپاړس ورځنیو مذاکراتو وروسته دمګړی په امریکا کې دی او ټاکل شوې چې په راتلونکې میلادي میاشت کې له طالبانو سره د خبرو شپږم پړاو پيل کړي.