په جلال اباد ښار کې د دوو چاودنو له امله درې ملکي وګړي وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان دي. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وایي، دا پېښه نن د چلال اباد ښار د څلورمې ناحیې په اړوندو کې رامنځته شوې ده. هغه وویل د چاودنو له امله یوه دوه ویشت کلنه نجلۍ، یوه څلوېښت کلنه میرمن او یو بل ملکي وګړی وژل شوي او د څلورو میرمنو او دوو ماشومانو په ګډون ۱۹ تنه نور ټپيان شوي. د ننګرهار ولایت چارواکي وايي، چې د پېښې په ټپیانو کې، څلور مېرمنې، دوه ماشومان، پنځه د پاخه عمر سړي، درې سرحدي پولیس، دوه پولیس ټرافیک او درې د ملي امنیت کارمندان هم شامل دي. ددې پېښې پړه تر اوسه کومې ډلې په غاړه نه ده اخیستې.