چین او هند د افغان سولې په اړه له یو بل سره ګډ کار کوي. د هندي رسنیو د راپورونو له مخې د هند لپاره د چین ځانګړی استازی نوي ډهلي ته تللی او هلته یې له لوړپوړو هندي ديپلوماتانو سره کتلي دي. دواړو لورو په دې لیدنه کې د افغانستان پر اوسني وضعیت او دسولې پر روانو فعالیتونو خبرې کړې دي. سرچینه کاږي چين او هند ژمنه کړې چې د افغان سولې په برخه کې به ګډ کار کوي او ددغه هېواد د ثبات او امنیت لپاره به ګډې هڅې تنظیموي. چینايي ديپلومات دینګ شیجن د هند د بهرنیو چارو وزارت له لوړپوړو چارواکو سره په خبرو کې ویلي چې دوی له سیاسي لارو د افغان جګړې د حل پلویان دي او په دې برخه کې همکارۍ ته تیار دي. هندي چارواکو هم ویلي چې په سیمه کې به د افغان سولې او ثبات لپاره خپلو ګډو کارونو او هڅو ته ادامه ورکوي.