په کابل کې د امریکا سفیر په یوه تازه مرکه کې ویلي، طالبانو سره تر دې دمه یوازې د بهرنیو ځواکونو د وتلو او د چا پر ضد د افغان خاورې نه کارولو باندې خبرو کې پرمختګ شوی دی. جان باس وایي وسله والو طالبانو د افغانانو د هغو غوښتنو په اړه خبرو ته لېوالتیا نه ده ښودلې، چې له مخې یې باید جګړه کمه شي، اوربند وشي او بین الافغاني خبرې پیل شي. دده په وینا سره له دې چې امریکا د بین الافغاني خبرو لپاره د زمینې برابرولو په لټه کې ده، خو تر دې دمه طالبان لېوال نه دي چې په دې اړه خبرې وکړي. هغه ټینګار کړی چې د طالبانو ډېری غوښتنې له امریکا سره نه بلکې له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو له لارې پوره کېدلی شي.