د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد وايي، په روژه کې به د ۲۳۰۰۰ وژل شوو او معلولو سرتېرو له کورنیو سره نغدي مرسته وکړي. نوموړي ویلي چې مخکې هم په روژه کې د وژل شوو سرتېرو له کورنیو سره مرستې کېدلي خو په خبره یې بسنه یې نه کوله او له ډېرو کمو کورنیو سره مرسته کېده. د دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې خالد ویلي، د خپل مسوليت له مخې یې دغه شمېره ۲۳۰۰۰ کورنيو ته ورسوله. دده په خبره د هر یوه کس کورنۍ ته به لږ تر لږه لس زره افغانۍ ورکوي.