د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټون ایران ته خبرداری ورکړی دی چې په خلیج فارس کې به د امریکا او د خپلو ملګرو هېوادونو پر ګټو د ایران هر راز برید ته سخت ځواب ورکړي. بولټون دا خبرداری په داسې حال کې ورکړی دی چې د واشنګټن او تهران تر منځ وضعیت خورا ډېر کړکېچن شوی دی او د دې دواړو هېوادونو ترمنځ احتمالي پوځي نښتې ته اندېښنې زیاتې شوې دي. ایران په دې وروستیو کې د خلیج هېوادونو او امریکا تر سختو فشارونو لاندې دی.