افغانستان، پاکستان او ایران د ملګروملتونو د کډوالو د لویې کمېشنرۍ استازو له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د کډوالو د ساتونکو هېوادونو ملاتړ وکړي. دوی دا غوښتنه تېره ورځ په اسلاماباد کې په خپله شپږمه څلور اړخېزه غونډه کې وکړه او ویې ویل چې نړیواله ټولنه دې له افغانستان سره په پراختیايي چارو کې مرسته وکړي چې په راتلونکي کې افغانان بې ځایه کېدو ته اړ نه شي. په دې غونډه کې چې د افغان مهاجرو د ملاتړ او بېرته ستنېدو پر ستراتیژۍ د بحث لپاره جوړه شوې وه، د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر سید عالمي بلخي، د پاکستان د سرحدونو، کشمیر او شمالي سیمو د چارو وزیر شهریار خان افریدي، د ایران د کورنیو چارو مرستیال وزیر حسین ذوالفقاري او د کډوالو د لویې کمېشنرۍ «UNHCR» د اسیا – پسفیک د سیمه ییز دفتر رییس اندریکا راتواتي ګډون کړی وو. ایران او پاکستان هغه هېوادونه دي چې لا هم څو میلیونه افغان کډوال په کې اوسيږي.