د بدخشان ځایي چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې د امو سیند ته د یو موټر غورځېدو پېښه کې اووه کسان مړه شوي او څلور نور ټپیان دي. د یاد ولایت د والي ویاند نیک محمد نظري ویلي، یو لنډکروزر ډوله موټر نن سهار شاوخوا نهه بجې د دې ولایت په شکي ولسوالۍ کې له سړکه وتلی او له خپلو یولسو سپرلیو سره لاندې سیند ته غورځېدلی دی چې له امله یې یاد شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. نظري ویلي، د پېښې په اووه مړه شویو کسانو کې یوه ښځه هم شامله ده او څلور نور ټپیان بیاد درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په وروستیو شپږو میاشتو کې ترافیکي پېښو تر جګړو ډېر افغانان قرباني کړي دي.