امریکایي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ د ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په اشارې یو مطلب کې لیکلي، افغانستان کې د سرتېرو د شمېر او دغه راز د سولې په اړه د ټرمپ وروستي ګډوډ پیغامونه د دې بهیر پر پرمختګونو بده اغیزه کولی شي. د شنونکو په باور د ټرمپ دا څرګندونې دواړه لوري تاوتریخوالي ته هڅوي او د امریکا په ګټه هم نه دي. ټرمپ څو ورځې وړاندې له فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي وو چې افغانستان کې د امريکايي سرتېرو شمېر ٩٠٠٠ ته ټيټ شوی دی. خو د ورځپاڼې په باور پنټاګون تایید کړې چې افغانستان کې د امريکايي پرسونل شمېر ټولټال ١٤٠٠٠ دى چې نهه زره يې د روزنې او پاتې هغه يې د ترهګرۍ ضد ماموريت لري.