د بحران نړیوالې ډلې مشرې لورل مېلر ویلي ددې امکان شته چې د طالبانو او امریکا ترمنځ تر سپټمبر میاشتې مخکې یوه هوکړه لاسلیک شي. نوموړې زیاته کړې چې دا به د طالبانو او حکومت ترمنځ د سولې هوکړه نه وي، بلکې د امریکا او طالبانو ترمنځ به یو توافق وي. د نوموړې په خبره امریکا ته خپل ملي امنیت او ملي ګټې مهمې دي، نو دا ورته مهمه نه ده، چې تر هوکړې وروسته به په افغانستان کې د طالبانو سیاسي ځای ځایګی کوم وي او یا به د افغان حکومت برخلیک څنګه کېږي. میلر وایي امریکا او طالبانو جدي خبرې روانې کړې دي خو په دې خبرو کې په افغانستان کې د راتلونکي حکومت د سرنوشت په اړه کوم بحث نه کېږي.