جنګ په افغانستان کې پاکستان او امریکا پيل کړی دی او دوی به یې پای ته رسوي. پخواني ولسمشر حامد کرزي نن د سولې او امنيت په اړه په یوه جوړ شوي کنفرانس کې د خبرو پر مهال وویل، امریکا باید د سولې په روانه پروسه کې رښتینې وي او دا باید د یو بل ناورین پیل نه وي. دده په وینا ټول افغانان باید ځانونه په سوله کې ګډ وبولي، دوی باید د سولې کوربانه وي نه مېلمانه. پخواني ولسمشر حامد کرزي همدا راز ویلي چې دوی د سولې لپاره هر ډول همکارۍ ته تیار دي، خو پر افغان سوله د امریکا او نورو هېوادونو ترمنځ معامله ورته د منلو وړ نه ده. هغه ټینګار کړی چې د افغانستان د سولې په پروسه کې باید د سیمې هېوادونه په تېره ایران او هند هم ګډ کړل شي. دده په وینا د سیمې هېوادونه د سولې لپاره هڅه کوي او دوی یې منندوی دي، خو له دې پروسې باید ایران او هند هم ګوښه و نه ساتل شي. حامد کرزي د سولې لپاره روانې هڅې خورا مهمې بللې دي او په وینا یې دا سوله به د یوه نوي افغانستان بنسټ کېږدي، نو یاد بنسټ باید کوږ نه وي او د یوه بل بحران سبب نه شي. هغه د سولې په پروسه کې د سیمې د هېوادونو باور او اعتماد هم مهم بللی دی او وایي هېڅوک باید له دغه پروسې وېره ونه لري او امریکا ته هم په کار ده، چې ټول ګاونډي هېوادونه ډاډه کړي. پخواني ولسمشر د افغانانو یووالی هم د سولې لپاره مهم شرط بللی دی.