خلیلزاد له طالبانو سره پر افغان سولې نه بلکې د امریکايي ځواکونو پر وتلو خبرې کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخواني شنونکي ارون ډویډ مېلر دې هېل نشریې ته ویلي په افغانستان کې د سولې راوستل ګران کار دی. دده په خبره امریکا له طالبانو سره پر سوله نه بلکې د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره د لارو پر پیدا کولو خبرې کوي. د مېلر په وینا که په افغانستان کې د سولې هڅه کېږي، یا سوله را هم شي، نو امریکا يي په ساتلو کې ناکامېږي. دغه امریکايي شنونکي چې د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې یې کلونه کار کړی، ټینګار کړی چې د افغان جګړې دواړه لوري ان اوربند ته غاړه نه اېږدي نو ددوی ترمنځ د سولې راتګ خو خورا ګران کار دی. دده په باور امریکا یوازې غواړي له افغانستان خپل ځواکونه وباسي، نو په افغانستان کې د سولې له راتګ یا نه راتګ، د جګړې له ختمېدو یا نه ختمېدو سره کار نه لري.