د هرات د سیمنټو، د بغلان د غوري سیمنټو د درېیمې فابریکې د جوړېدو، د غزني د زرکشانو د سرو زرو، د ننګرهار د شوکاڼو او په تخار کې د نورابه او سمتي د سرو زرو کان پروژې داوطلبۍ ته وړاندې کېږي.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي د دغه مطلب تر څنګ، پژواک خبري اژانس ته ویلي: «موږ ویاړو چې د هېواد د کانونو سکتور په برخه کې مو خصوصي سکتور ته د پانګونې فرصت رامنځته کړی دی».
هغه زیاته کړې: «دا همدغه پروژې دي چې مخکې د کانونو او پټرولیم وزارت لخوا د دوبۍ په نړیوال کنفرانس کې اعلان شوی و، چې موږ یادې پروژې اعلان ته سپارو».
د مطفي په خبره، ټاکل شوې چې د هرات د سیمنټو په تولید او دغه راز د سیمنټ غوري د درېیمې فابریکې جوړېدلو په برخه کې په ټولیز ډول ٣٠٠ میلیونه امریکايي ډالره پانګونه وشي.