ملګرو ملتونو د افغان ستونزې یوازینی حل خبرې اترې بللې دي او زیاته کړې یې ده چې دوی د ښکېلو غاړو په غوښتنه د دې ستونزې په حل کې مرستې ته چمتو دي. د یاد سازمان ویاند سټیفان دوجیریک ویلي، د طالبانو او امریکا ترمنځ د مذاکراتو په درېدو خبر شوي او دوی په دې باور دي چې د افغانستان د مسئلې یوازینی حل هر اړخیز مذاکرات دي. په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش په خپل راپور کې په افغانستان کې د سولې پر راتګ ټینګار کړی دی او دلته یې د جګړو د پای ته رسولو یوازینۍ لار د سولې مذاکرات بللي دي. ملګري ملتونه په داسې حال کې دا خبرې کوي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي له طالبانو سره د خبرو وخت نور پای ته رسېدلی دی.