د تخار ولایت په ینګي کلا ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د هوایي بریدونو له امله شپږ ملکي وګړي وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي. د یادې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي چې له خپلې سیمې د ولایت مرکز ته راغلي وایي، په تېرو درېيو شپو کې هوايي ځواکونو د دوى پر کورونو هوايي بريدونه کړي دي چې له امله یې تر اوسه شپږ ملکي وګړي وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي. دوی د ورته بریدونو د هر څه ژر بندېدو غوښتنه کړې ده. د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند خليل اسير بیا د برید پخلی کړی دی خو زیاته کړې یې ده چې په پېښه کې د دوو ملکي وګړو په ګډون ګڼ وسله وال طالبان وژل شوي دي.