د العربیه ټلویزیون د خبر له مخې، په سوریه کې د ترکیې د عملیاتو له امله بې کوره شوي کسان چې په ډېر بد وضعیت کې ژوند کوي وایي، امریکا یوازې پرې ایښي دي. د سوریې په شمال شرقي سیمو کې د ترکیې د هوایي او ځمکنیو عملیاتو له امله په لسګونه زره کسان بې کوره شوي دي. دوی چې له خپلې سیمې ورڅېرمه ښار ته کډه شوي دي وایي، امریکا په ډېر بد وضعیت کې یوازې پرېښي او خرڅ کړي یې دي. دوی دغه راز وایي، امریکایان چېرته دي، د دوی انساني حقونه څه شول، ایا دوی انسانان نه دي؟. یو کس چې دی هم د کډوالو په ډله کې له خپلې سیمې یوازې خپله روغ راوتلی دی وایي، نړۍ یوازې غندنې کوي، هغوی د دوی د ژغورلو لپاره هیڅ اقدام نه دی کړی. د هغه په خبره د ترکیې په عملیاتو کې وژل شوي ټول ملیکان دي نړیواله ټولنه باید د دې بې رحمانه برېدونو پر وړاندې خپل موقف روښانه کړي.