د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې له افغانستان سره د یو میلیارد ډالرو مرستې ژمنه کړې ده. د راپورونو له مخې د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې یا (UNDP) ویلي چې دوی به په افغانستان کې له بېلو برخو سره په راتلونکو لسو کلونو کې یو میلیارد ډالره مرسته کوي. ددغه ادارې مسوولینو له اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله سره د لیدنې پر مهال ویلي چې دوی په افغانستان کې خپلو مرستو ته ادامه ورکوي او ددغه هېواد ددوامداره پراختیا او پرمختګ لپاره به همکاري کوي. له دې سره جوخت د افغانستان د اقتصاد وزارت وایي چې د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې له مرستو تر ۳۲۰ زره پورې کسان په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه مستفیدېږي.