د کندوز ښار پر ځینو سيمو د هاوان مرميو لګېدو له امله دوه کسان وژل شوي او ٣٨ نور ټپيان دي. د کندوز د حوزوي روغتون مشرې مرضيې يفتلي وويل، چې تر اوسه دغه روغتون ته د ښځو او ماشومانو په ګډون ٣٨ تنه ټپيان او دوه جسدونه وروړل شوي دي. نوموړې وويل چې په ټپيانو کې ١١ سرتېري او په وژل شوو کې هم يو يې سرتېرى دي. په ورته وخت کې، د کندوز د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال صفي الله محزون وويل چې نن له سهاره تر غرمې پورې پر کندوز ښار له بېلابېلو سيمو لس د هاوان مرمۍ توغول شوې دي. دغه راز د کندوز د ټاکنو کمېسيون مشر رسول عمر وويل چې طالبانو په کندوز ښار کې پر يو ټاکنيز مرکز بريد کړى چې په ترڅ کې يې د ټاکنو کمېسيون يو کارکوونکى وژل شوى او يو بل ټپي دى. د یادو توغندویي بریدونه پړه تر اوسه چا په غاړه نه ده اخیستې.