د اجراییه ریاست د رسمي فیسبوک پاڼې له مخې عبدالله عبدالله نن په خپل کاري دفتر سپیدار ماڼۍ کې د سولې عالي شورا له رییس کریم خلیلي سره لیدلي دي. د سرچینې د معلوماتو له مخې دواړو لوریو په دې لیدنه کې پر افغان سوله خبرې کړې دي. سرچینه کاږي، چې عبدالله او خلیلي د افغان سولې پر پروسه او وروستیو پرمختګونو بحث او خبرې اترې کړې دي. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د افغان سولې خبرې بیا ګرمې شوې او د امریکا په ګډون ځینې ګاونډیو هېوادونو له پاکستانه غوښتي چې د افغان سولې په برخه کې جدي او اغېزمن ګامونه پورته کړي.