روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې د کرونا وبا ۷۴ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۸ زره او ۳۹۸ ته رسېدلی دی. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کرونا اخته درې کسان مړه شوي او ۴۶۰ نور بیا بېرته روغ شوي دي. د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه له کرونا وبا د مړه شویو کسانو شمېر ۱ زره او ۴۱۲ او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۳۰ زره او ۵۳۷ ته لوړ شوی دی.