پاکستان وايي امریکا دې له افغانستان سره ددوی د اوبو ستونزه حل کړي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي ویلي، چې پاکستان له افغانستان سره په اوبو کې شریک دی او باید په دې برخه کې شته ستونزې د امریکا په مرسته حل شي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي له هند سره یې هم د اوبو پر سر ستونزه پر خپل ځای ده، خو کوښښ کوي له افغانستان سره دغه ستونزه حل کړي. دده په خبره د کابل سیند کې پاکستان مساوي حق لري او افغانستان باید دغه حق ورکړي. قریشي ویلي په دې اړه یې خپله اندېښنه له امریکا سره شریکه کړې ده او امریکا ژمنه کړې چې ددغه ستونزې په حل کې به خپله همکاري کوي. پاکستان او ایران هغه هېوادونه دي چې د افغانستان اوبو له لسیزو راهیسې بې حسابه ور روانې دي، خو وروستیو وچکالیو ددغه هېوادونو اندېښنې پارولې دي. سره له دې چې په افغانستان کې د اوبو د کابو کولو په برخه کې تر اوسه کوم کار نه دی شوی، خو دغه هېوادونه په راتلونکې کې پر سیندونو د بندونو له رغول کېدو او په دې برخه کې د لویو پروژو له پیل کېدو اندېښنه لري.