د راپورونو له مخې د امریکا ولسمشر جو بايډن له خپل روسي سیال سره په جینوا کې کتلي دي او پر بېلو مسایلو یې خبرې کړې دي. په دې مسایلو کې یو هم افغانستان و چې دواړو لورو یې په اړه بحث کړی دی. جو بايډن ویلي له پوتین سره یې پر افغان سوله خبرې کړې دي او هغه ډاډ ورکړی چې په دې برخه کې خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي. بایډن وایي دوی په خپلو خبرو کې دا څرګنده کړې چې روسیه د امریکا پر وړاندې د کومې بلې سړې جګړې پلان نه لري، نو له همدې امله په افغانستان کې د سولې له پروسې ملاتړ کوي. روسیې تر دې وړاندې هم ویلي چې افغان سولې ته ژمن دي او په دې اړه یې څو مهم نړیوال کنفرانسونه هم رابللي دي.