د لوګر ولایت د پوهنې ریاست چارواکي وایي چې د نوي کال له پيل سره سم په مرکز پلعلم او خروار ولسوالیو کې څلور نوي ښوونځي جوړ او د زدهکوونکو پرمخ پرانېستل شوي دي. د یاد ولایت د پوهنې ریاست ویاند شاهپور عرب رسنیو ته ویلي، چې د مرکز پلعلم او خروار ولسوالیو د اوسېدونکو په غوښتنه او د پوهنې وزارت په منظورۍ په دغه ولایت کې څلور نوي ښوونځي پرانېستل شول. عرب زیاته کړه، په جوړو شویو ښوونځیو کې په پلعلم کې د حضرت بيبي حلیمې (رض) او د حضرت طارق بن زیاد (رض) او په خروار ولسوالي کې د حضرت محمدمصطفْی (ص) او د حضرت خالد بن ولید (رض) په نومونو ښوونځي شامل دي. د نوموړي په خبره، د جوړو شویو ښوونځیو په سیمو کې پخوا ښوونځیو شتون نهدرلود، چې اوس د دغو ښوونځیو په جوړولو سره شاوخوا دوه زره ماشومانو ته د زدهکړو زمینه برابره شوې ده.