په روسیه کې مېشت د افغان بزنس سنټر سوداګرو په افغانستان کې له سېلاب ځپلو سره د مرستې په موخه خوراکي توکي، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ته تسلیم کړل. پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دغو مرستو کې ۳۰ ټنه اوړه او ۳ ټنه غوړي شامل دي او د دغه سوداګریز سنټر استازو په راتلونکي کې د لا زیاتو مرستو ژمنه هم وکړه. اخوا، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت له دغو مرسته د مننې ترڅنګ ویلي، هغو ولایتونو ته به دغه مرستې ورسیږي چې ډېر زیانمن شوي دي.