د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سریک ژومانګرین د افغان – قزاق ګډ نړېوال نندارتون د پرانېستي په مراسمو کې ویلي، چې افغانستان اوس مهال امن دی او تر بل هر وخت په دغه هېواد کې پانګونې ته ښه زمینه برابره ده. سریک ژومانګرین همدارنګه ویلي، قزاقستان هېواد ژمن دی چې د تل لپاره له افغانستان سره ښې اقتصادي اړیکې ولري او زیاتوي، دوی هڅه کوي چې افغانستان کې پانګونه وکړو. په دغو مراسمو کې د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال وویل، چې نندارتونونه د دواړو هېوادونو د ګډو سوداګریزو اړیکو پراختیا او اقتصادي ودې لپاره اړین دي. د نوموړي په خبره، په دې نندارتون کې به د دواړو هېوادونو تولیدات یو بل ته ورپېژندل شي او سوداګر به وکولی شي چې د تولیداتو او صنعت په برخه کې تړونونه لاسلیک کړي.