د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال د افغانستان لپاره د ایران له ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قمي او ورسره پلاوي سره کتلي. په دې کتنه کې قمي د اوبو د مدیریت، روغتیا، اقتصاد، لوړو زده کړو او چاپیریال ساتنې په برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې هېواد یې چمتو دی، د مسلکي زده کړو په برخه کې د افغان ځوانانو په روزنه کې همکاري وکړي. نوموي ویلي، چې د چابهار بندر فعالیت افغانستان او ایران ته ښه فرصتونه رامنځ ته کولی شي؛ خو ځینې لوري هڅه کوي چې د تهران او کابل اړیکې ترینګلي کړي. د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ویلي، چې سرپرست حکومت له ایران سره د ښو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو غوښتونکی دی. سیاسي مرستیال غوښتنه کړې، چې د کډوالو په اجباري اخراج کې دې کاونډي هېوادونه له صبر او زغم څخه کار واخلي.