د هېواد پخواني ولسمشر، حامد کرزي د اروپايي کمیسیون د منځني ختیځ د څانګې له مشر، پیټریس اوستبس سره کتلي. د حامد کرزي له دفتره په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې په دغه کتنه کې چې د افغانستان لپاره د اورپايي ټولنې چارسمبالې، رافېلا ایوډیس هم حضور درلود، کرزي په بېلابېلو برخو کې د اروپايي ټولنې له مرستو د مننې ترڅنګ، د زده کړو په برخو کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.