د فراه ولایت ځايي چارواکو خبر ورکړی، چې د شیخ ابونصر فراهي سرحد پرانستی دی او د مسافرو او باروړونکو موټرو تګ راتګ به عادي توګه جریان لري. د فراه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس عبدلحی سباوون رسنیو ته ویلي، چې د شیخ ابونصر فراهي سرحد دوه ورځې مخکې، د سرپرست حکومت د پوله ساتو ځواکونو له خوا د ځينو ایراني پولهساتو ځواکونو د نیولو په اعتراض کې یوازې د څو ساعتونو لپاره د باروړونکو موټرو پر مخ د ایران لخوا تړلی شوی و. درې ورځې مخکې شپږ ایراني پولهساتي ځواکونه د افغانستان خاورې ته تر راننوتو وروسته په فراه کې د سرپرست حکومت د پولهساتو ځواکونو له خوا ونیول شول او له څو ساعتونو وروسته بېرته ازاد کړل شول.