افغان حکومت وایي، دوی د سولې برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له نظر سره همغږي دي. د ولسمشر مرستیال ویاند عارف صمیم ددې همغږي په اړه ویلي چې خلیلزاد او حکومت دواړه په دې باور دي چې د سولې خبرې باید په کابل کې او د حکومت او طالبانو ترمنځ وي. صمیم ویلي، افغان حکومت پر دې تاکید کوي چې بلاخره د افغان جګړې حل د سولې خبرې دي او خلیلزاد په دې هڅه کې دی چې طالبان له حکومت سره خبرو ته چمتو کړي. هغه ویلي په دې برخه کې د امریکا او حکومت تر منځ هیڅ اختلاف نه شته دی. نوموړی دا خبرې په داسې حال کې کوي چې خلیلزاد په قطر کې له طالب استازي سره تر خبرو وروسته په کابل کې وویل چې د سولې کیلي په کابل کې ده. ولسمشر غني بیا پرون یوې غونډې ته په خبرو کې وویل چې د سولې کیلي په کابل کې خو د جنګ هغه بیا په پاکستان کې ده. له دې خبرو وروسته ځینې افغان سیاسیون او عامو خلکو پر ټولنیزو رسنیو د حکومت او امریکا ترمنځ د اختلاف خبره وکړه او ویي ویل چې حکومت باید د ګونګو خبرو پر ځای د دې پروسې په اړه خلکو ته په جزیاتو خبرې وکړي. د ویلو ده چې د ولسمشر د ملي امنیت پخواني سلاکار حنیف اتمر هم ویلي چې ولسمشر غني د سولې پروسې د سبوتاژ هڅه کوي.