د ایران د کورنیو چارو وزیر یو ځلې بیا له خپل هېواده د ناقانونه کډوالو پر اېستلو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې نور دوی نه شي کولی دغسې خلک په خپل هېواد کې وساتي. احمد وحیدي ویلي، چې ټول ناقانونه خلک باید خپلو هېوادونو ته ستانه کړای شي او د هغو لپاره چې د اوسېدو په چارو کې یې ستونزې نه وي، د هغوی څارنه باید وشي او د هغوی د اوسېدو په اړه باید اسناد وپلټل شي. تېره میاشت هم احمد وحیدي ویلي و، چې تېر کال یې هم یو مېلیون او ۳۰۰ زره «ناقانونه خلک» له ایرانه اېستي وو.