د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، یو شمېر روسي پانګوال کابل ته راغلي او غواړي د بلخاب د مسو په کان کې پانګونه وکړي. د کانونو او پټرولیم له سرپرست وزیر سره په کتنه کې روسي پانګوالو په افغانستان کې د پانګونې فرصتونه، مناسب ګڼلي او د دغه وزارت د همکارۍ غوښتنه یې کړې چې، د هېواد پر کانونو په ځانګړي ډول د بلخاب مسو په برخه کې پانګونه وکړي. د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر له یادو پانګوالو غوښتي، چې خپلې طرحې دې وزارت ته وسپاري. په تېرو دوو کلونو کې نه یوازې روسي پانګوال بکلې د نړۍ له هېوادونو څخه هم ګڼ شمېر پانګوال افغانستان ته راغلي، او د هېواد په کانونو کې یې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.