د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر په کابل کې د قزاقستان له سفیر سره په کتنه کې، د سوداګریزو چارو د لا پراختیا، ترانیزیټي چارو او همداراز د کابل او استانې تر منځ د مخامخ الوتنو د بیا پيل په تړاو خبرې کړې دي. د دغه وزارت د خبر پاڼې له مخې، په دې کتنه کې په افغانستان کې د قزاقستان د سوداګرۍ خونې د ملاتړ او همداراز په قزاقستان کې د افغانستان د سوداګرۍ خونې د جوړېدو، د دواړو هېوادونو تر منځ د بانکي اړیکو د جوړېدو په افغانستان کې د قزاقستان کې د پانګونو او په یاد هېواد کې د افغانستان د محصولاتو لپاره د نندارتونونو د جوړېدو په اړه هم خبرې شوې دي.